اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی) د مذهبی چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری سره د نهې په ورځ پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفیر انډریولا كمناره ليدلې دي ۔ ملاقات كښې د دوه اړخ??زه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ په دې موقع انډریولا كمناره ووئيل اروپائي ائتلاف د مذهبونو تے مينځه د همغږۍ ودې په هڅو كښې پاكستان سره ولاړ دے۔ حكومت د كرتارپور راهدارۍ منصوبه د بین المذاهب همغږۍ اعلیٰ مثال دے۔ د كورونا وائرس اوسنۍ وباﺀ ټول انسانی طبقات ځپلې دي۔ د مذهبی چارو وزیر په خپلو خبرو كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان د وژن په سوب د كورونا وائرس په وباﺀ تر ډيره ??ده قابو موندلے۔ د اق??یت??نو د حقونو تحفظ او ښېګرې لپاره قامی اقلیتی كمېشن جوړ شوے او د اق??یت??نو ښه نمائندګۍ لپاره په وړومبي ځل هند كمیونټی څخه د كمیشن مشر مقرر كړے شوے ۔ ده ووئېل قامی اقلیتی كمیشن به د ایكټ آف پارلیمنټ د لارې لا ښه كولے شي۔ بین المذاهب همغږۍ كمیټۍ په ضلعی كچه منظم كیږي۔ پیر نور الحق قادری ووئيل پاكستان د اق??یت??نو آزادۍ او حقونو وركولو په لحاظ سره سيمه كښې كردار ترسره كوي۔ پاكستان په ټوله نړۍ كښې د اق??یت??نو د حقونو لپاره عمر له غږ پورته كړ?? دے