اسل??م آباد 16 اګست (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزیر شاہ محمود قرېشي د جمعې په ورځ د نېدرلېنډ خپل همڅنګ سټف بلوك سره ټېلي فوني تماس نيولو په مهال د ??قب??ضه جمو و کشمیر پشمول په منطقه كښې د امن په صورتحال د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔ د ټېلي فوني تماس د لارې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل هند د ??قب??ضه جمو و کشمیر بې ګناه كشميريان د ظلم او بربريت سره مخ كړي٬ هند د خپل يو اړ??يز?? اقدام د لارې د منطقه امن ته د زيان رسولو او د جبر او طاقت په زور په ??قب??ضه جمو كشمير كښې آبادياتي تناسب بدلول غواړي٬ د تېرو څو ورځو راهسې ئې په سيمه كښې د پرله پسې كرفيو د لارې 14 مېليونه كشميريان محاصره كړې دې۔ ده ووئيل هند پرله پسې د لائن آف كنټرول خلاف ورزي كوي چې پكښې قېمتي ځاني زيان كېږي۔ خارجه وزير ووئيل نړيواله ورورولي دې د هند لخوا ??قب??ضه جمو كشمير كښې د روانو بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو خبر واخلي۔ خارجه وزیر د نېدرلېنډ خپل همڅنګ د ??قب??ضه جمو كشمير په اړه د سلامتي كونسل د غونډې نه خبر كړو۔ د نېدرلېنډ خارجه وزير منطقه د اړي ګړي نه بچ كولو لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه او د ??قب??ضه كشمير په صورتحال ئې د تشويش څرګندونه كولو سره ټولې حل طلب كشالې د خبرو د لارې د هوارولو په اهميت زور رواړو۔(ګ ل/