اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د زيارت په ورځ د ا??وپ??ئي ائتلاف خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی سره تيلي فوني تماس نيولې او مقبوضه جمو او كشمیر په ??شویشناك صورتحال او سيمه كښې امن ته د پېښو خطرو په ??ړه ئې د خيالاتو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير ووئيل په 5 اګست د هند د اړخه آرټیكل 35 اے او آرټیكل 370 ختمولو سره د كشمیر جغرافیائی حیثیت بدلولو هڅه شوې۔ د هند يو اړخيزه اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو په ??د دے۔ ده د ا??وپ??ئي ائتلاف پشمول په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د دې ناوړھ صورتحال نوټس واخلي او د هند د اړخه په كشمیری اولس د روانو ظلمونو سمدستي ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ هند نه د نړيوالو لوظنامو او نه شريكو لوظنامو پاسدارۍ له چمتو دے۔ شاہ محمود قریشی ووئيل په هند دې زور راوړې شي چې د نړيوال قوانین احترام وكړي او د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په قراردادونو او د كشمیری اولس د هيلو ترمخه حل كړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند كښې د روانو ظلمونو نوټس واخلي۔ خارجه وزير ووئيل د هند دې غیر ذمه واره اقدام سره سوئيلي اسياﺀ كښې امن او استحكام ته خطر پیښ دے۔ پاكستان دا ??عامله ملګرو ملتونو ته وړاندې كوي او پاكستان به د كشمیری اولس سفارتی، اخلاقی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔د ا??وپ??ئي ائتلاف د خارجه اړيكو نمائندہ فیډریكا موګرینی ووئيل ا??وپ??ئي ائتلاف د سوئيلي اسياﺀ په ??ورتحال ن??ر لري۔ مونږ ته معلومه ده چې د چارو حل لپاره دې د خبرو اترو لاره خپله كړې شي۔ دواړو لارښودو سيمه كښې امن او استحكام له په ګډه كار روان ساتلو ته هم سلا شول۔)