اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د سېنېت چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د سېنېت سیکټريټ ته سپارښتنه كړې چې د صوبائی برخو ځوانان په مرکزی چوكاټ كښې ر??وستلو له دې اقدامات وكړې شي او پھ خاص توګه د هېواد لرو سيمو سره تعلق لرونكې ځوانان په دې عمل كښې شاملولو له دې هڅې وكړې شي، په دې لړ كښې دې يو یوتھ کنفرنس هم وكړې شي او دا عمل پيل دې د بلوچستان د ځوانانو څخه پېل كړې شي دې۔د دې خي??لا??و څرګندونه ده د سېنېټ سیکټريټ ??ین??ر افسرانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل بايد د هرې صوبې د هرې ضلعې څخه ځوانانو له نمائندګی وركړې شي چې پكښې صنفی تفریق نه وي۔ د سېنېټ چیئرمېن د سېنېټ سيكټريټ ته سپارښتنه وكړه چې د سېنېټ او صوبائی اسمبلیو ترمينځه رابطه کاری دې كوټلې كړې شي۔ ده ووئيل د سېنېټ او صوبو ترمينځه علم او معلومات تبادلې لپاره دې يو پلیټ فارم جوړ كړې شي چې پكښې سېنېټ د هاؤس آف فیډرېشن په حيث ښه کردار ترسره كړي۔ ده د سېنېټ سيكټريټ ته پھ دې لړ كښې د عملی ګامونو سپارښټنه وكړه