پیښور 10 جنوري (اے پي پي)د قامي وطن ګوند مركزي چيئرمېن آفتاب احمد ??ان شېرپاؤ په افغانستان كښې امن لپاره د ټولو ډلو په شموليت زور راوړولو سره حكومت څخه غوښتنه وكړه چې د ګاونډي اسلامي هېواد استحكام او امن لپاره خپل كردار ادا كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د افغان حكومت يو استازي پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه۔پلاوي د افغان اولس مشر اشرف غني خاص مرستيال محمد ??مر داؤدزئي په مشرۍ كښې آفتاب احمد ??ان شېرپاؤ سره په اسلام آباد كښې د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔پلاوي سره د خبرو په مهال آفتاب احمد خان شېرپاؤ د افغان مسئلې حل لپاره د خپل ګوند دريځ پخلې ??ول?? سره وئېلي دي چې قامي وطن ګوند په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ادا كړې۔ده ووئيل چې د پاكستان حكو??ت او ټول سياسي ګوندونه د افغان مصالحتي عمل په اړه په يو پېج دي دغسې چې د افغانانو ستونزې ختمې كړې شي۔ده ووئيل چې ترهه ګري د منطقې امن لپاره يوه نازكه مسئله ده٬د دې مسئلې حل لپاره جامع اقدامات د وخت مهم ضرورت دې۔د افغان امن لپاره د روانو خبرو اترو هركلې ??ول?? سره ده ووئيل چې په افغانستان كښې د امن لپاره يوه ښه موقع ده ځك?? دا عمل تر خپل منطقي انجام رسول پكار دي۔ده اندېښنه څرګنده كړه چې امن مذاكرات په خپلو مقصدونو ترلاسه ??ول?? كښې ناكام كېدې شي كه په دې عمل كښې د افغان حكومت شامل نه كړې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او افغانستان اولس د ترهه ګرۍ له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي دي٬ځك?? دا مسئله په سمدستي توګه حل كول پكار دي۔آفتاب احمد ??ان شېرپاؤ ووئيل چې د پاكستان امن د افغانستان استحكام سره تړلې دې ځكه امن لپاره د هڅو تند ??ول?? ضرورت دې دغسې چې په منطقه كښې امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ لاره هواره كړې شي