اسلام آباد 09 جنوری (اے پی پی) د تع??یم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر شفقت محمود وئيلي دي يو ډول نصاب سره به قام يو موټے شي او ناانصافی به ختمولې شي،د يو نصاب لپاره به هر مکتب فکر سره مشاورت كولې شي او د هغوي تحفظات به لري كولې شي۔ ده د شورو په ورځ د قامی نصاب کونسل وړومبنۍ غونډې ته خطاب نه پس ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د يو نصاب لپاره د جوړ قامی نصاب کونسل وړومبنۍ غونډه ګتوره وه، په مجموعی توګه سټيك هولډرز په ډول نصاب اتفاق کړې۔ ده ووئيل څوك چې تحفظات لري د مشاورت سره به د هغوي تحفظات لرې كولې شي۔ ده ووئيل د قامی نصاب کونسل جوړولو مقصد د يو ډول تع??یمی نصاب پلو مخ په وړاندې تلل دي۔ وفاقې وزير ووئيل مختلف نصاب او د تع??یمی ن??ام په وجه قامونه وېشلې شوې ، د وزیراعظم عمران خان وژن دا دے چې د تع??یمی ن??ام به وجه قامونو كښې رامخې ته شوې بيلتون ختم كړې شي۔ شفقت محمود ووئيل يو خاص نظام تع??یم لكه ایلیټ انګلش ??یډیم سکول كښې د تع??یم ترلاسه كوونكې په 22کروړه كښې 4 کروړه كسان د ټولنې په ټولو څانګو كښې مخ په وړندې تللې شي او عام تع??یمی ن??ام كښې تع??یم ترلاسه كوونكې ماشومان د هغوي مقابله نه شي كولې او هم په دغې وجه ټولنه كښې ناانصافی پیدا كېږي۔ ده ووئيل مونږ له به دغه ناانصافی ختمول وي او د ټولنې ټولو طبقو لپاره به مخ په وړاندې تللو له يو ډول موقعې پیدا کول وي۔ ده ووئيل په سمدستي توګه د پوهانو يو پینل جوړوو كوم به چې د تع??یمی نصاب او بيلو هېوادونو د تع??یمی ن??ام جاج اخلي۔ شفقت محمود ووئېل دې نه پس به د هر مکتب فکر سره خبرې كولې شي دغسې چې هغوي هم باور كښې واخستلې شي۔ غونډې ته وفاقی وزیر شفقت محمود ووئيل زمونږ پھ هېواد كښې درې قسمه نصاب او تع??یمی ن??ام شته ،يو سرکاری، دويم نجی او دريم د وفاق المدارس، د دغې ټولو تع??یمی نظامونو څخه زدكړې ترلاسه كوونكې زدكونكې يو ډول سوچ نه لري او په خپل خپل نظر څيزونو ته ګورې،ده ووئيل هېواد كښې لوئ چيلنج د سکولونو څخه بهر 2 کروړه ماشومان دي۔ ده ووئيل د تيرو 70 كلونو راهسې ریاست تع??یم ته پام لرنه نه ده كړې۔ ده ووئيل تع??یم كه په انګریزۍ ژبه كښې وي يا قامی ژبه كښې ، د دې پريكړه به په مشاورت سره كولې شي او چې كومه هم پريكړه وشي هغه به د ټولو لپاره سمه وي۔ په غونډه كښې د پنجاب، بلوچستان، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان د تع??يم وزيرانو او سلاحكارو ، د بې نظیر انک?? سپورټ پروګرام چیئرپرسن ثانیه نشتر، مفتی منیب الرحمن، د نجی تع??یمی ادارو نمائندګانو او د تع??یم څانګې لپاره كار كوونكو این جی اوز او نورو ګډون كولو۔