لاهور 05 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ذهني پوخوالي له امله مو په امريكا كښې نوې مقام جوړ كړے٬ پاكستان د معاشي بحران نه وځي٬ سيمه ايزو طاقتونو سره زمونږ اړيكې ښې كېږي٬ د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو لپاره مو زباني منظوري ت??لا??ه كړې٬ د رائل پام څخه د رېلوے درې ا??به روپې اخستلو لپاره به عدالت ته رج??ع كوو٬ نجي څانګې سره په ګ??ه د رېلوے اېف اېم رېډيو پېل كوو٬ نرېند مودي په بدلېدونكو حالاتو كښې ??رې??ان دے٬ هغه څه هم كولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په رېلوے هېډكوارټرز كښې د لوړې پاې غونډې نه پس خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې د رائل پام قبضه ت??لا??ه شوې او قبضه ګروپ ويستل كېدو سره ستره محكمه په خپله راغلې۔ ده ووئيل چې د كال 2004م څخه رېلوے ته يوه روپې نه ده ت??لا??ه شوې٬ مونږ ته د رائل پام نه درې ا??به روپې اخستل دي٬ دې لپاره به عدالت ته ځو چې د دوي د اكاؤنټس نه دې پېسې وصول كړې شي۔ ده ووئيل چې ښه خبر دا دے چې د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو پرېكړه شوې او په دې لړ كښې د سمرې زباني منظوري ت??لا??ه كړې شوې۔ ده ووئيل چې په معاشي توګه حالات ډېر خراب دي٬ خو كرپشن ختمول دي ځكه دا اقدام به كول وي٬ مونګ ته د رېلوے نه بغېر ټكټ سفر ختمول دي۔ تېره اونې مونږ د بغېر ټكټ كوونكو نه شپږ كروړه او په دې اونې كښې درې كروړه روپې وصول كړې دي۔