اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) ?? اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو سره ك??تو??ي او تاريخي اړيكې انتهائي مهمې دي۔ افغانستان كښې سياسي استحكام او امن په ځائې كېدو سره د پاكستان او د منځنۍ آسيا رياستونو سره دوه اړخيزه رابطې به لا وده ومومي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان نېغ په نېغه ځپلې دې۔ د فلم او ډرامې د لارې د هېواد تشخص رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ د فلمي صنعت بحالۍ او ودې له عملي ګامونه پورته كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز اسلام آباد كښې د پاكستان او د منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې د ك??تو?? د لارې د لا مضبوطو جوړولو په سرخط غونډې ته خطاب كښې وكړه۔د دې غونډې مشري هم وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن كوله۔ غونډه كښی د انسټی ټیوټ آف ریجنل سټډیز مشرې ډاکټر رخسانه قمبر ، پخواني سفیر سرور نقوی، ډاکټر ندیم اکبر، ډائرېکټر امریکن انسټی ټیوټ آف پاکستان اسټیډیز، ډاکټر مهتاب اکرم اور د كونسل آف سوشل سائنسز دوهم ندیم عمر تارړ په شمول نورو ګډون وكړو۔ په دې مهال ?? اطلاعاتو وفاقي وزير ته د پاكستان او د منځنۍ آسيا هېوادونو ترمينځه په شريك ك??تو?? ٬ تهذيب ٬ تمدن او اقدارو د اډانه اړيكو او د ملګرتيا خپلولي لا مضبوطولو په موقعو بشپړ بريفنګ وركړې شو۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو سره ك??تو??ي او تاريخي اړيكې انتهائي مهمې دي۔ افغانستان كښې سياسي استحكام او امن په ځائې كېدو سره د پاكستان او د منځنۍ آسيا رياستونو سره دوه اړخيزه رابطې به لا وده ومومي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ پاكستان نېغ په نېغه ځپلې دې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستاني اولس او د پاكستان بهادر پوځ د ترهګرۍ په مړانه مقابله كړې۔ ده ووئيل د فلم او ډرامې دلارې د هېواد د تشخص رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د فلمي صنعت بحالۍ او ودې له عملي ګامونه پورته كوو۔ ده ووئيل هېواد كښې د سنېما 187 سکرینونه زياتولو سره 1000 ته رسول غواړو۔ ده ووئيل نجي څانګه بايد سرمايه كارۍ كولو له رامخكښې شي۔ حكومت به ئې هره ممكنه مرسته كوي۔ ?? اطلاعاتو وفاقي وزير په سرائې خربوزه او مارګله غرونو د ك??تو??ي ورثې تحفظ له د سمدستي ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل يادګاري او تاريخي ځايونه محفوظ جوړولو سره به سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي۔