اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) د سائنس او ټې??نالوجۍ وفاقي وزير محمد اعظم سواتي وئيلي دي پاكستان د نيوكليئر ټې??نالوجۍ په سوله ايز ډول د كارولو په لړ كښ?? د 40 كالو څخه زياته تجربه لري٬د اتومي توان لپاره د نړيوالې ادارې فليټ فارم تر مخه د اتومي ټې??نالوجۍ په سوله ايز ډول د كارولو خپله تجربه پرمختګ كوونكو هېوادونو سره ګډولو له چمتو يو ۔ ده دا خبره تېره ورځ په ويانا كښې د نيوكليئر سائنس او ټې??نالوجي كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه كنفرنس ته وفاقي وزير د برېښنا پیداوار٬روغتيا٬صنعت او كركيلې په ډول څانكو كښې د جوهري توان كارلو پ?? اړه د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كړې۔اعظم سواتي د نيوكليئر ټې??نالوجي په سوله ايز ډول كارولو ته وده وركولو كښې د آئي اے اي اے كردار ستائنه وكړه چې ورسره به په موسمياتي بدلون قابو موندلو او پائيدار پرمختګ ترلاسه كولو له مرسته ترلاسه شي۔د پاكستان اټامك انجري كمېشن چيئرمېن محمد نعيم او ويانا كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان هم كنفرنس كښې كوي