اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئېلي دي د ترهه ګرو په ضد حتمي جنګ كښ?? كاميابي ترلاسه كول پاتې دي٬د كومې لپاره به چې د اتفاق او اتحاد سره په مړانه مخ په وړاندې تلل وي٬د ترهه ګرو او انتهاخوښو څخه به د قائد پاكستان 100 فيصده بېرته ترلاسه كول وي٬دښمن مونږ دننه څخه كمزورې كوي٬زمونږ د ټ??لو فرض دي چې د اولس يو موټې ك??لو لپاره كار وكړو٬نفرتونه خپرونكي د پاكستان دښمنان دي٬پاكستان د هر مذهب او ژبې وئيونكو هېواد دے٬د اسلام آباد پوليس لپاره پرمختيائي بجټ كښ?? رېكارډ فنډ بېل كړی شوې٬وفاقي پايه تخت كښ?? به د دوو اربه روپو په لګښت د پوليس خپل روغتون جوړولې شي۔د زيارت په ورځ پوليس لائن هېډكوارټر كښ?? د 31م ريكروټس كورس او كاؤنټر ټېرارزم فورس دوهم پړاؤ كښ?? دتربيه بشپړونكو ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب ك??لو سره د كورنيو چارو وزير تر ټ??لو اول تربيه بشپړونكو ځوانانو او قام له د روژې مباركي ورك??لو سره ووئيل د روژې په وړومبنۍ ورځ تربيه بشپړونكو ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ د هغوي لپاره نور هم زيات د مباركۍ مستحق دے۔ده ووئيل پاكستان د څو كلونو راهسې د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ښكار دې٬د ترهه ګرۍ له امله زمونږ سكولونه٬بازارونه٬روغتونونه او د عبادت ځايونو پشمول كوم هم ځاې محفوظ نه وو۔زمونږ امنيتي ځواكونو او پوليس اهلكار هم په نښھ كړې شوي۔ده ووئيل په 2013 كښ?? حكومت د عزم سره پريكړه وكړه چې مونږ به د ترهه ګرۍ مقابله كوو او حكومت د ټ??لو ډلو سره مشاورت نه پس ضرب عضب او ردالفساد عمليات پېل كړل چې په نتيجه كښ?? يې تر ډېره حده د ترهه ګرو او انتهاخوښو ملا ماته شوې۔ده ووئيل د 2018 پاكستان د 2013 په مقابل كښ?? زيات محفوظ دے او جنګ اوس هم روان دے ٬ ده ووئېل مونږ له اوس هم ډېر څه كول دي د كومې لپاره چې يو والي ته اړتيا ده۔ده تربيې بشپړونكو ځوانانو ته ووئيل ستاسو تربيه په هغه قوت كښ?? زياتوالې دے كومه چې د رياست ترهه ګرۍ كښ?? ماتې ورك??لو لپاره ده ۔ده ووئيل پاكستان په خپلو امنيتي ادارو وياړ لري٬زمونږ امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو لويې قربانۍ وركړي او خپل اولس له يې تحفظ وركړې۔ده ټ??لو شهيدانو ته سلام وكړو چا چې د هېواد دفاع ك??لو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔احسن اقبال ووئيل ترهه ګر د قام د عزم څخه خبر نه دي۔د پاكستان قام د خپلې دفاع لپاره لوظي دے۔ده ووئيل د تربيې بشپړونكو ځوانانو شموليت سره به د اسلام آباد پوليس لا قوي شي۔ده ووئيل د مئي په شپږمه نېټھ يو تن په ما بريد كړې ؤ خو حفاظت كونكے ډېر لوے دے۔لوے څښتن ما له نوې ژوند راكړو۔د دغې نه پس په وړومبي ځل زه د خپلو سركاري مصروفياتو په لړ كښ?? د اسلام آباد پوليس ځوانانو پاسنګ آؤټ پرېډ كښ?? ګډون كوم او دا يو عجيبه اتفاق دے چې ما پھ كو??ه ورځ د وزارت منصب سنبهال كړو نو په هغه ورځ هم د پوليس ورځ لمانځلې كېدله۔ده ووئيل سږ كال پرمختيائي بجټ كښ?? پوليس لپاره رېكارډ فنډ بېل كړی شوې٬ 7 ماډل پوليس اسټېشن جوړې شوي دغسې راروان بجټ كښ?? هم د 7 ماډل پوليس اسټېشنو لپاره فنډ شته