لاهور 40 مئي(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاكستان كښې د كال 1988 نه تر اوسه خلائي مخلوق چې د كومو نتيجو راويستو هڅې كړې هغه كاميابې شوې نه دي٬ د خلائي مخلوق علاج به 20 كروړه اولس كوي٬ په پولیس افسر د تشدد کېس د عدالت لخوا د عمران خان د بري كېدو پرېكړې په ضد به اپيل كوٶ٬ زه د عدليې احترام كوم ٬ سپكاوې مې نه دې كړې خو كه عدالت وبللم نو عدالت ته به ځم٬ ??ايد ټولې ادارې پخپل حد دننه كار وكړي٬ يو ګوند په نښه كول جمهوريت او هېواد لپاره ښه نه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د لمز پوهنتون دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ احسن اقبال وو??يل د اقتدار تر لاسه كولو نه پس ډېرو چېلنجونو سر?? مخ وٶ٬ مونږ ترهګرۍ ته ماتې وركړې او د هېواد په معاشي حالت كښې بهتري راغلې٬ نننې پاكستان د كال 2013 نه زيات ښه دے۔ احسن اقبال وو??يل د عدالت احترام كوم ٬ هېڅ داسې خبره مې نه ده كړې چې ورسره د عدالت سپكاوې شوې وي ٬ ده وو??ېل لاهور هائي كورټ نوټس راكړې ٬ عدالت ته به ځم۔ ده وو??يل مونږ د عدليې احترام كوٶ او كله مو د عدليې په ضد بيان نه دې وركړې٬ ما يوازې اصولي خبره كړې بيا هم هائي كورټ غوښتې يم او هائي كورټ ته به حاضرېږم ځكه چې مونږ ګڼو چې د پاكستان كاميابي د آئين په سرلوړۍ كښې ده?? احسن اقبال وو??ېل بايد ابرارالحق سترې محكمې ته هم لاړ شي بلكې ھغه له وړاندې تګ پكار ٶ٬ بايد عدليه هم د سياسي شخړو نه ځان لرې وساتي۔ احسن اقبال وو??يل پي ټي آئي مونږ له د ووټ د لارې ماتې نشي راكولې ځكه بې بنسټه تورونه لګوي او د عدليې سهارا اخلي ٬ مخالفينو ته وئيل غواړم چې ھغوي په ټول ټاكنو كښې زمونږ مقابله وكړي۔ ده وو??يل سره د باوره وايم چې كومې پاليسۍ مونږ جوړې كړې بل يو هېواد نشي جوړولې٬ په ټي وي خبرې كوٶنكي سقراط او بقراط خلقو ته پاكستان كښې هر څه خراب په ګوته كوي٬ ده وو??ېل مخالفينو لېپ ټاف منصوبې ته د بډو نامه وركړې كومه چې ناسمه ده?? ځوانان د نوې ټېكنالوجۍ نه خبرولو لپاره دا سلسله پېل كړې شوه وه او دا د هېڅ سياسي تړون سره تعلق نه لري۔ احسن اقبال وو??يل د دهرنې په مهال په پوليس اهلكارو تشدد او په پي ټي وي بريد شوې۔ مونږ به د عدالتي پرېكړې په ضد اپيل كوٶ۔