اسلام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي يو خوا د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر سره كولې شي او بلخوا پارلمان او ادارو ته سپك ويوونكې نن هم په كنټېنر ولاړ هغه زړه ژبه خوزوي۔ د پخواني وزيراعظم د لور او زوم سره احتساب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ اولس به ووټ هغه ګوند له وركوي كوم چې پاكستان او اولس له كار كوي۔ د ګل په ورځ ا حتساب عدالت څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل پخواني وزيراعظم او مسلم ليګ (ن) هېواد څخه د تيارو ختمولو لوظ كړې او تاسو واورېدل چې پرون د لوډشېډنګ ختمولو اعلان شوې ۔ دې ووئيل څومره پاور جنرېشن چې د مسلم ليګ (ن) په دور كښې رامخې ته شوي هغه مثال نه لري۔ مريم اورنګزېب ووئيل په دسمبر 2013ء كښې د برېښنا پېداوار 9279 مې??او??ټ وو او طل?? ئې 11 زره 799 مې??او??ټ وو۔ دسمبر 2017ء كښې د برېښنا پېداوار 16 زره 477 مې??او??ت او مجموعي طل?? 14 زره 17 مې??او??ټ دے۔ دې ووئيل د څلورو كلونو په مهال هېواد كښې د برېښنا پېداوار 7465 مې??او??ټ زيات شوې۔ دې ووئيل كله چې مونږ پاور پراجېكټس لګول نو يو كس احتجاجې ناسته كوله ۔ هغه په كنټېنز ولاړ ؤ او په پارلېمنېټ ئې بريد كولو۔ هغه د اس??ام آباد بندولو خبره كوله او آئين او ادارو ته ئې بد رد وئيل۔ دې ووئېل نن هغه كس بي?? كنټېنر ته ختلې او هم هغه ژبه خوزوي۔ بلخوا د مسلم ليګ (ن) او محمد نواز شریف هېواد څخه د تيارو لرې كولو لوظ تر سره كولې شي ٬ دوهمې وزيرې ووئيل هېواد څخه تيارې لرې كوؤنكې او ترهګري ختموونكې نن نااهل شوي او احتساب عدالت ته وړاندې كېږي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د پخواني وزيراعظم د لور او زوم سره احتساب عدالت ته د تللو مقصد د آئين او قانون سرلوړي باوري كول دي۔ دوهم وزيرې ووئيل راتلونكي وخت به دا وښائي چې اولس به ووټ هغه چاته له وركوي څوك چې پاكستان او پاكستاني اولس له كار كوي۔