اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاق?? وزير احسن اقبال وئيلي دي د تحریك لبېك یا رسول ﷺ دھرنې مسئه په سوله ايز ډول هوارولو لپاره د ع??ماء كمېټي جوړه كړې شوې ۔ د علماء او مشائخو غ??نډ?? كښې د ګډون نه پس ميډيا سره په خبرو كښې داخله وزير ووئيل كمېټۍ كښې د ټولو مكتبه فكر نمائندګان شامل كړې شوې چې مشري به ئې پير حسېن الدين كوي۔ ده ووئيل مونږ ټول په دې خبره سلا شوې يو چې اسلام آباد كښې د دهرنې مسئله مظاهرچ??ان?? سره د خبرو د لارې هوارول پكار ده ٬ پاکستان دا ډول د بدامنۍ زيات وخت متحمل نشي كېدې۔ ده ووئيل غونډې پارلمان څخه د ختم نبوت ﷺ د قانون منظورۍ ستائنه كړې او دا ئې تاريخي ګرځولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل حكومت به د مذاكراتي كمېټۍ ټول ممكنه ملاتړ او مرسته كوي٬ هيله لرو چې مظاهرچيان به هم د دې ډول طرز عمل څرګندونه وكړي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاق?? وزير ووئيل په غ??نډ?? كښې د ع??ماء او مشائخو اكثريت ګډون كړې خو په نورو ښارونو كښې مېشته ځينې علماﺀ كرامو په غ??نډ?? كښې ګډون ونه كړې شو۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاق?? وزير سردار محمد یوسف د غونډې اعلاميه د ميډيا په وړاندې واوروله۔