اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) سناتورې راحيله مګسي وئيلي دي چې د علامه اقبال اوپن پوهنتون ??عليمي او سماجي خدمات د قدر او نورو پوهنتونونو لپاره د تقليد وړ دي۔ هغې دا خبرې د سېنېټ قائمه كمېټې د غونډې په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان٬ د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬ د پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر شاهد صديقي٬ سناتور ??شاحد حسېن سيد٬ سناتورې ګل بشرا٬ سناتورې سحر كامران٬ سناتور اعظم سواتي او د اېن سي اېچ ډي مشرې رزينه عالم خان ګډون وكړو۔ د پوهنون وائس چانسلر شاهد صد??قي د سېنېټ قائمه كمېټې ته د پوهنتون ?? اقداماتو او تعليمي خدماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ سناتور راحيله مګسي او سناتورې سحر كامران د پوهنتون كاركردګي ستائيلو سره په سندھ كښې د پوهنتون نورو سيمه ايزو دفترو جوړولو لپاره د وړيا زمكې وركولو اعلان وكړو۔ سناتور اعظم سواتي په خېبر پښتونخوا كښې پوهنتون ??ه د فزيكل اسانيو برابرولو اعلان وكړو۔ سناتور ??شاهد حسېن سيد د درې كلونو په موده كښې د پوهنتون په فعالولو د شاهد صد??قي ستائنه او مننه وكړه ٬ د كمېټې غړو د پوهنتون په اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔