واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پاكستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خب??ې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پاكستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خب??و كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رې??س ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په مهال په دوه اړخ??زه اړيكو ٬ افغانستان او د منطقې په صورتحال خب??ې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز چوهدري او د پاكستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امريكې خارجه وزير رې??س ټېلرسن ميډيا سره په خب??و كښې ووئيل د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ امريكا پاكستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پاكستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې مستحكمې اړيكې لري۔ د امريكې خارجه وزير ووئيل مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پاكستان او امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رې??س ټېلرسن ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شريكې اړيكې مستحكم كو??و لپاره دا مهمه موقع ده۔ خارجه وزير ټېلرسن ووئيل پاكستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو هېوادونو شريكې دي٬ په دې مسئلو قابو موند??و لپاره مونږ له په هره څانګه كښې لا كار كولو ته اړتيا ده