اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) پاکستان او اسیائی پرمختيائي بانك د پېښور بس رېپډ ټرانزټ ??ور??ډور او سندھ كښې د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ سرمايه كارۍ له د 435 مېليونه ډالرو په لوظنامه لاسليك كړے دے۔ د نهې په ورځ د اقتصادي چ??رو ډويژن سېكتر شاهد محمود او د اسيائي پرمختيائي بانك كنټري ډائرېكټر مزچياٶهانګ ژانګ او د خېبر پښتونخوا او سندھ حكومتونو استازو د قرض په لوظنامه لاسليك كړے۔ د لاسليك په دستوره كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار ٬د خزانې وزارت٬ د اسيائي پرمختيائي بانك ٬ اي اے ډي او ډي اېف آئي ډي نور چارواكي هم موجود وو۔ د لوظنامې له مخې بانك به د پېښور بس رېپډ ټرانزټ ??ور??ډور لپاره 335 مېليونه ډالره او سندھ كښې په پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ انوسټمنټ كښې مرستې له بانك سره د مرستې په بله لوظنامه لاسليك شوې كومې لپاره بې ډي اېف آئي ډي برتانيه 19.23 م??ليونه ډالره وركوي۔ د لوظنامې هركلي كولو سره د خزانې وزير پاكستان په خاص توګه د سترو ل??رو او د توان په څانګه كښې په مرسته كولو د اسيائي پرمختيائي بانك او ډي اېف آئي ډي مننه وكړه۔ ده هېواد كښې د فزيكل ??ني??دي ډهانچې لا ښه كولو لپاره ئې د حكومت د عزم پخلې وكړو۔ ده هيله ولرله چې دې لوظنامو سره به په خېبر پښتونخوا او سندھ كښې اولس ته ګټه ورسي