اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم هاٶس كښې د مجوزه پوهنتون د قرارداد مسودې له د جاج اخستو كمېټۍ ٬ د وائس چانسلر انتخاب لپاره د سرچ كمېټۍ ج??ړولو او په وړومبي پړاٶ كښې د انس??يټ??وټ ??ف اېډوانس ??ټډز جوړولو منظوري وركړې شوې ٬ دغسې د پوهنتون ډيزائن او آپرېشنل معاملو لپاره د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن په مشرۍ كښې د كمېټۍ ج??ړولو پرېكړه شوې ۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وزيراعظم هاٶس كښې د پوهنتون جوړولو په لړ كښې د پېشرفت جاج اخستو لپاره غونډه وشوه چې پكښې د تعليم او قامي ورثې وفاقي وزير شفقت محمود ٬ د اېچ اي سي چيئرمېن طارق بنوري او د اېچ اي سي چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې په وزیراعظم هاٶس كښې د مجوزه پوهنتون د قرارداد مسودې له د جاج اخستو كمېټۍ ٬ د وائس چانسلر انتخاب لپاره د تعليم وزير په مشرۍ كښې د سرچ كمېټۍ ج??ړولو منظوري وركړې شوه ۔ د غونډې په مهال د پوهنتون ډيزائن او آپرېشنل معاملو لپاره د لوړو زده كړو كمېسون چيئرمېن په مشرۍ كښې د كمېټۍ ج??ړولو پرېكړه شوې ۔د نوي تعليمي كال په مه??ل به سږ كال دسمبر كښې د ” پاكستان او منطقه كښې رامخې ته شوو چېلنجونو” په سر خط كنفرنس كولې شي۔ په وړومبي پړاٶ كښې د انس??يټ??وټ ??ف اېډوانس ??ټډز (آئي اے اېس) جوړولو منظوري وركړې شوې۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې آئي اے اېس جوړېدو سره به په باقاعده توګه تعليمي هلې ځلې پېل شي