اسلام آباد ۔30 ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن علي مانډوي والا ته د پاكستان ایډورټائزنګ اېسوسی اېشن (پي اے اے) چیئرمین په ټاكل كېدو مباركي وركړې ده۔ د ??تو??ر په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د مانډوي والا د چيئرمېن په حېث ټاكنه دده په مشرتابه د عهدېدارو او غړو لخوا د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل حكومت ایډورټائزنګ څانګه ډېره مهمه ګڼي ??و په پېشه ورو بنيادونو ددې پياوړتيا او مخ په وړاندې تګ غواړي۔ وفاقی وزیر زياته كړه چې د ایډورټائزنګ څانګې ترقي د ص??عتي څانګې ترقۍ برابر ده۔ چوهدری فواد حسېن باور وركړو چې په تېر وخت كښې د اشتهارونو په څانګه كښې شوې ??مت??ازي سلوك به ختمولې شي۔ ده هيله ولرله چې د پي اے اے نوې ټاكلې شوې چيئرمېن به د اېسوسي اېشن غړو ??و عهدېدارو د هيلو ترمخه كار وكړي او د اېډورټائزنګ څانګې پرمختګ كښې به فعاله كردار ترسره كړي۔