اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان هند ته د كشمير پشمول په ټولو شخړو د خ??رو كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې يو بل سره تجارت پېل كول د غربت د خ??تمې غوره ذ??يع?? ده۔ د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان د هندي كركټر نجوت سدهو لخوا د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون لپاره پاكستان ته په راتګ مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې نجوت سدهو د امن پېغام راوړنكې جوړېد سره راغلې و كوم ت?? چې د پاكستان اولس ډېره مينه او محبت وركړے دے۔ وزيراعظم ووئيل چې په هند كښې په سدهو نيوكې كوونكو په نيمه وچه كښې امن ته لوي زيان رسولې۔ ده ووئيل چې مخ په وړاندې تګ لپاره به هند او پاكستان ته مذاكرات كول وي او د كشمير پشمول د ټولو شخړو حل به راويستل وي۔ د غربت خاتمې او د نيمې وچ?? د اولس د ژوند ښه كولو تر ټولو اسانه نسخه دا ده چې د خ??رو د لارې شخړې حل ??ړې شي او يو بل سره تجارت پېل كړے شي۔