اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف وياند فواد چوهدري د دې هيلې څرګندونه كړې چې د اګست په اتلسمه نېټه به د پي ټي آئي د حكومت جوړېدو عمل بشپړ شي٬ نوي ټاكلي شوي غړي به په 13م اګست پارلمان كښې سوګند پورته كوي او په دغه ورځ به د سپيكر او دوهم پسيكر ټاكنه كېږي۔ د تحريك انصاف چیئرمېن عمران خان به قامي اسمبلۍ څخه د وزيراعظم منتخب كېدو نه پس په 18م اګست په ايوان صدر كښې د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې پحقله تر اوسه كومه حتمي پر??كړ?? نه ده شوې۔ د يوې پوښتنې په ځ??اب ده ووئيل عمران خان به د منسټر انكيو رنګ روغن او ښكلا د روان كار په سوب په پنجاب هاٶس كښې قيام كوي۔ د تحریك انصاف لارښود فېصل جاوېد ووئيل عمران خان هند څخه پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسكر٬ كپيل ديو او نوجوت سنګھ سدهو ته د سوګند پورته ك??لو دستوره كښې د ګډون ك??لو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل عمران خان د ټېسټ او ون ډے نړيوال لوبغاړو ته چې پكښې د هند لوبغاړي هم شامل دي د ګډون ك??لو بلنه وركړې بلكې خپله كپتانۍ كښې په كال 1992 كښې ورلډ كپ ګټونكو لوبغاړو چې پكښې جاوېد میانداد، وسیم اکرم، رمیز راجه، انضمام الحق، مشتاق احمد، معین خان او عاقب جاوید شامل دي هم رابللې دي۔ ده ووئيل د وخت د كمي په سوب د سوګند پورته ك??لو په دستوره كښې غېر ملكي شخصياتو ته بلنه ورنه كړې شوه۔ ده يو پوښتنې په ځ??اب ده ووئيل تحريك انصاف مشر ټ??لو ګاٶنډي هېوادونو سره د نزدو اړيكو خوښي لري۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو بهتري د ټولې منطقې په ګټه ده