اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د سمندري چارو وزار?? ته امر كړې چې د ګوادر بندر ځائ د پرمختګ پحقله د ستونزو لرې كولو لپاره جامع تجويزونه دي راوړاندې كړې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ وزيراعظم آفس كښې د مېري ټائم افيئرز ٬ ادارو او د خپلواكه ادارو د چارو پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې دې۔ د مېري ټائم افيئرز وفاقي وزير عبدالله حسېن هارون ٬ د مېري ټائم افيئرز ممتاز علي شاه ٬ د وزيراعظم دوهم سېكتر ډاكټر كاظم نياز٬ د پاكستان نېشنل شپنګ كارپورېشن چيئرمېن رضوان احمد٬ د پورټ قاسم اتهارټۍ دوهم سېكتر اسد رفيق چندنا٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ چيئرمېن دوستین خان جمیدنی او لوړ پورو چارواكو په ??ريفنګ كښې ګډون وكړو۔ د مېري ټائم افيئرز سېكتر د مېري ټائم افيئرز وزارت٬ د كراچي پورټ ټرسټ ٬ د پاكستان ډيپ واټر كنټېرنز پورټ ٬ د قاسم پورټ اتهارټۍ ٬ د ګوادر پورټ اتهارټۍ او د خپل وزارت د ماتحتو نورو ادارو د كارك??دګ?? پحقله تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د كراچۍ پورټ ټرسټ د كارك??دګ?? جاج وړاندې كولو په مهال غونډې ته ووئيل شول كے پي ټي د كال 18-2017 په مهال 4341 مېليونه روپۍ ګټلې دې دغسې پورټ قاسم هم په 17-2016- او 18-2017 په مهال 4443 او 5870 مېليونه روپۍ ګټه كړې ده ۔ د ګوادر بندر ځائ او ګوادر فری زون ایریا پرمختګ پحقله د بريفنګ په مهال د مېري ټائم افيئرز سېكتر د بندر ځاې پرمختګ لپاره د وړاندې كړو بېلا بېل مراعات رامخې ته كړه۔ سېكتر د برېښنا او د اوبو ترلاسه كېدو پحقله د ځينيو مسئلو هم ذكر وكړو او دا د ګوادر بندر ځائ په ??ند پرمختګ كښې خنډ دے۔ وزیراعظم د وزارت او د بېلا بېلو ادارو په كارك??دګ?? د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم وزار?? ته د ګوادر بندر ځائ پرمختګ پحقله د مسئلو هواري او د كبانو د پالنې وسائلو په ??ندۍ سره د ضياع مخنيوي لپاره د جامع او كوټلې تجويزونو وړاندې كولو امر وكړو۔