اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير خواجه محمد آصف به د شنګهائي همكارې ت??ظي?? د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون كولو لپاره د بيجنګ دوره كوي۔ دا غونډه به د ا??رېل د 23مې نېټې نه تر 24مه نېټه كال 2018م كېږي۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې به په نړيوال او سيمه ايز امن او د سلامتيا په چارو او د غړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې په زياتولو خبرې كولې شي۔ په غونډه كښې به د ت??ظي?? د مشرانو د غو??ډې د تيارې چارو ته هم حتمي شكل وركولې شي۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف به د چين خارجه وزير وانګ لي او د چين سټېټ كونسلرانو سره ملاقاتونه كوي۔ د دې غو??ډې مشري به د چين خارجه وزير كوي۔ پاكستان په دې فورم كښې په كال 2017م كښې شامل شوے۔ پاكستان به د اېس سي او مقاصد ترلاسه كولو لپاره خپل كردار روان ساتي۔