اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د ??ند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د وحشيانه استع??ال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 11 بې كناه كشميريان شهيدان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي د غند??ې په بيان كښې پاكستان وئيلي دي چې د ??ند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د استع??ال په نتيجه كښې په شوپيا او انت ناګ كښې كم نه كم 11 بې ګناه ځوانان شهيدان شوي دي او دا هم اطلاعات دي چې دا وحشيانه كرېك ډاؤن لا هم روان دے او په مظاهرچيانو او په خاص توګه په ماشومانو او مېرمنو د پېلټ ګن استع??ال كولې شي۔ انټرنېټ سروس بند كړے شوےِ٬ دا د بې ګناه كشميريانو د سرټيټولو او تر فشار لاندې د راوستلو يوه بله هڅه ده۔ وياند ووئيل چې دې اقدام سره د ??ند څېره يو ځل بيا بې نقابه شوې۔ د ??ند د رياستي تشدد غېر انساني او بدنما څېره رامخې ته شوې كوم چې د څو لسيزو نه د كشميريانو په ضد داسې كارروائې كوي۔ وياند ووئيل ??ې پاكستان څو ځله وئيلي دي چې د ??ند لخوا داسې اقدامات قصدا او په منظم ډول د كشميريانو د عزم ماتولو هڅه ده خو سره د دې بدنما كارروائيو د كشميري اولس عزم ته ماتې ورنه كړې شوه۔ د مقبوضه كشمير بهادر او جري اولس بار بار احتجاج كوي او په يو صورت هم د دوي د خپلواكې د هڅو جذبه نه شي څوك كمولې او نه به ??ند كامياب شي چې د كشميريانو هڅې ترهګرې سره وتړي او نړۍ ګمراه كړي۔ وياند ووئيل ??ې پاكستان د جمو كشمير اولس سره يووالي كوي٬ مونږ نړيوالې ټولنې ته وايو چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي ??ې پكښې بنيادي انساني حق شامل دے٬ِ نړيوالې ټولنه دې په ??ند فشار واچوي چې دغسې هغه د دې شرمناك سزاګانو كلچر بند كړي كوم چې د تېرو څو لسيزو نه روان دے۔ پاكستان نړيوالې ټولنې ته وئيلي دي چې هغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې پوخ حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔