اسلام آباد 15 نومبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند د هند حکومت لخوا پاکستانو رنځورانو لپاره میډیکل ویزے له د خارجه وزير د خط په شرط د افسوس څرګندونې سره وئيل دا اقدام د انسانیت او بشرې حقونو په ضد دے، هند انسانی مسئلې له د سیاسی رنګ وركول?? هڅه كوي۔ د شورو پھ ورځ ترکیې كښې د ځګر کینسر درملنې له د پاکستان وګړي اسامه ??لی خان سره ميډيا سره په خپلو ??بر?? كښې د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل ووئيل هند د پاکستان رنځورانو له میډیکل ویزې له د انتظار اذیت سره مخ كړې كوم چې د انسانیت او بشرې حقونو په ضد كار دې۔ وياند ووئيل د هند حکومت میډیکل ویزې لپاره د خارجه وزير د خط شرط اېښودې كوم چې د نړيوالو قوانین په ضد دے۔ ده ووئيل هند انسانی مسئلې له د سیاسی رنګ وركول?? هڅه كوي۔ ده ووئېل هند نوې ډيلې ته تلونكو ټولو پاکستانو رنځورانو له د میډیکل ویزې لپاره اوس هم په خپل دريځ ولاړ دے كومه چې د افسوس ??بر?? ده۔ په دې مهال د موجود اسامه پلار په تركيې كښې په ښو اسانيو وركولو د ترکيې حکومت او پاکستان حکومت مننه كولو سره ووئيل هند په مونږه ګولۍ ورولې شي خو زمونږ په زخمونو ملهم نه شي اېښودلې۔ ده ووئيل مونږ چې كله تركيې ته ورسيدلو نو دا امید پیدا شو چې زما زوې به د روغ صحت سره خپل هېواد ته ځي۔اسامه ??لی ووئيل د درملنې په مهال د پاكستان حکومت زمونږ بشپړه مرسته كړې۔ ده ووئيل د پاکستان او ترکیې مننه كولو له مونږ الفاظ نه لرو