اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي چې محمد نواز شريف د مسلم ليګ (ن) بنيادي او مركزي ستن ده او د پاكستان پر??خت?? او د (ن) ليګ په كاميابۍ كښې د ده بنيادي كردار دے۔ د محمد نواز شريف نه غېر د مسلم ليګ (ن) تصور هم امكان نه لري او هم دا سوب دے چې نن مخ??لفين او د عمران په شان سازشي سياستمدار مسلم ليګ (ن) د سياست څخه لرې كولو له محمد نواز شريف او دده كورنۍ په نښه كوي۔ د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل مخ??لفين دا باور لري كه نواز شريف د مشرتابه څخه اخوا كړې شو نو بيا به اقتدار ته ددوئي رسېدل آسان شي۔ ده ووئيل نواز شريف خواري كولو سره خپل ګ??ند مضبوط او ګلګت بلتستان څخه تر آزاد كشمير او بلوچستان ئې يو مقبول جماعت جوړ كړے۔ ده ووئيل د پاكستان د اتومي هېواد جوړېدو او د سي پېك په ډول د ګېم چېنجر منصوبو كرېډټ هم نواز شريف ته ځي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس به د مخ??لفينو لخوا د نواز شريف په نښه جوړولو سره د مسلم ليګ ن كمزورې سازش ناكامه كړي او وخت به داث??بت كړي چې يوازې مسلم ليګ (ن) خپل لارښود نواز شريف سره كلك ولاړ وي بلكې د ټول پاكستان وګړي به ورسره ولاړ وي۔