اسلام آباد 15 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كښې د سعودی عر??ستان سفیر نواف سعید المالکي د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق سره ليدلې دي ۔د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ لخوا د ج??ري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال سپيكر ووئيل پاكستان خپلو اسلامي ور??ڼو هېوادونو سره اړيكې لا ښه كول غواړي۔ ده ووئيل د سلامي نړۍ مسئلو حل له يو موټې كېدو ته اړتيا ده ۔ په دې موقع د سعودي سفير ووئيل د سعودي حكومت د پاكستان اولس سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل د پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ نړۍ نه شي هېرولې