اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) د غربت كمي او سماجي تحفظ لپاره د وز??را??ظم خاص مرستيالې سينيټر ډاکټر ثانيه نشتر وئيلي دي د احساس رعايت راشن سکيم له مخې د 9.2 مېليونه كورنيو مرحله وار رجسټرېشن روان دے٬ چا له چې به اوړه٬ دالونه او غوړي په ټارګټډ سبسډي و??كو??ې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د احساس رعايت راشن سكيم اجراء په موقع خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل احساس پروګرام په كاميابۍ سره درې كاله بشپړ كړل ٬ د احساس راشن رعايت سكيم له مخئ به د وفاقي او صوبائي حكومتونو په اشتراك سره 106 اربه ټارګټډ سبسډي و??كو??ې شي۔ دې ووئيل وز??را??ظم امر كړے ٶ چې سبسډي ټارګټډ پكار ده او يوازې حاجت مندې طبقې ته د دې ګټه رسېدل پكار ده ٬ دې مقصد لپاره په څلور زره يوټيلټي سټورز ټارګټډ سبسډي و??كړې شوې ٬ دې ووئېل لس لكه د كريانې سټورز هم په دې كښې شاملٶو۔ ده ووئيل په اوړو 22 روپۍ ٬ په دالونو 55 روپۍ او په غوړو 105 روپۍ د كلو په سر سبسډي و??كړې كېږي۔ دې ووئيل دا نظام په ګاٶنډي هېواد كښې په لسو كالو كښې وضع كړے شوے او مونږ دا په شپږو مياشتو كښې تر سره كړو۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل په تحصيلونو كښې د احساس ون ونډو سنټرز پرانسته كېږي٬ ماډول د پناه ځايونه جوړول هم د دې پروګرام برخه دي