اسلام آباد 03 م??رچ (??ے پي پي)دفاعي تجزيه كار رېټائر برېګېډيئر اسحاق احمد وئېلي دي د افغانستان مخالف قوتونه د لنډ مهاله حك??مت په كار كښې د خنډانو رامخې ته كولو هڅې كوي۔د زيارت په ورځ د پي ټي وي پروګرام كابل آور كښې د خبرو په مهال ده ووئيل په افغانستان كښې د لنډ مهاله حك??مت استازي د امريكائي ځواكونو وتلو نه پس د اولس د ستونزو حل كولو هڅې كوي۔ده ووئيل افغان اولس او لنډ مهاله حك??مت د سيمې په خپلو برخو كښې د اقتصادي چارو بحالۍ لپاره سختې هڅې كوي۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل د خاص استازو او په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستندويه مشن د مشر لخوا د لنډ مهاله حك??مت په اړه د ډاډ وړ رپورټونه موجود دي