اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د سائنس او ټيکنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي وزيراعظم عمران خان قام ته د خطاب په مهال اولس له د ريليف وركولو اعلان كړے، چې كله په نړيوال مارکيټ كښې د پټروليم مصنوعات بيعې زياتيږي ٬ په داسې وخت كښې د پټروليم مصنوعاتو او د برېښنا په بيعه كښې كمے د وزيراعظم لوئ ريليف دے۔د كل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په دې ريليف به د اولس په ژوند كښې ښه اثر پريوځي، حکومت د سختو حالاتو باوجود اولس له د زيات ريليف وركولو هخ?? كوي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل اپوزيشن د ريليف پيکيج ستائلو په ځائې سياست کوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم عمران خان كوشش كونكےانسا?? دے چا چې عمر له د سخت صورتحال مقابله كړې، وزيراعظم د عامو وګړو د ستونزو احساس لري او د هغوې د ژوند معيار ښه ك??ل غواړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) به د خپلې كاركردګۍ په بنياد راروانو ټاكنو كښې بيا كاميابي ترلاسه ك??ي