اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان حکومت او اولس خپلو كشميريانو وروڼو سر?? د ??پلواكۍ حق لپاره په هلو ځلو كښې او??ه په او??ه ولاړ دي او د هغوې ملاتړ له لوظې دې ٬ پاکستان د ملګرو ملتونو د چارټر٬ د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير كشالې په سپېځلي حل كښې خوښي لري۔ دا خبرې د?? د ??رتانيې په پارلمان كښې د آل پارټيز کشمير پارلماني ګروپ (اے پي پي کے جي) سېكتر لارډ قربان حسېن او د جمو او كشمير سېلف ډيټرمنېشن موومنټ انټرنېشنل چئيرمېن راجه نجابت حسېن سره په خبرو كښې كړې چا چې ده سره په خارجه وزارت كښې د نهې په ورځ ملاقات كړې۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په روانو خلاف ورزو او د هغې په نتيجه كښې د منطقې امن ته په پېښ خطر د خيالاتو څرګندونه شوې۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل چې په مقبوضه جمو او کشمير كښې د هند قابض ځواكونو د جنګي جرائمو څخه نړيواله ورورولي په ښه ډول خبرولو لپاره تېر كال پاکستان يو كوټلې ډوزئير وړاندې كړې او پاكستان په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو په اړه په ګڼ اړخيزه او نړيو??ل فورمز په موثره ډول د نړيوالې ورورولۍ پام راګرځولې۔ وزيراعظم عمران خان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو پشمول په هر فورم پورته كړې۔ خارجه وزير ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتيا كونسل اړوند قراردادونه او د كشميري اولس د هيلو له مخې د جمو او كشمير شخړې سپېځلې او سوله ايز حل مخ په وړاندې تګ يواځنۍ لاره ده٬ د پاکستان حکومت او اولس خپلو كشميريانو وروڼو سر?? د ??پلواكۍ حق لپاره په هلو ځلو كښې او??ه په او??ه ولاړ دي او د هغوي د ملاتړ له لوظي دې