اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د قامي اسمب??ۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د ټولو شراكتدارو فرض دي ٬ چې ھغوي په افغانستان كښې د امن او استحکام ملاتړ وكړي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ انسټيټيوټ آف ريجنل سټډيز اسلام آباد(آئي آر ??ېس آئي ) په اهتمام كښې د سيمه ايز ډائيلاګ 2022 “سوئيلي آسياء كښې د رامخې ته موقعو او چېلنجز” پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده ووئيل د پاکستان خارجه پاليسي د هېواد د سماج?? او اقتصادي مفادات په تحفظ آډانه ده۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن او پرمختګ لپاره پاکستان خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره امن او په زړه پورې اړيكو له خوښي لري۔ ده ووئيل سيمه ايزه سوكال?? او معاشي استحكام سيمه ايز امن سره تړلے دے۔ سپيکر اسد قېصر ووئيل افغانستان د خپل تاريخ د سخت وخت څخه تېرېږي٬ د ټولو شراكتدارو فرض دي٬ چې ھغوي په افغانستان كښې د امن او استحکام ملاتړ وكړي۔ ده ووئيل افغان اولس په هېواد كښې تجارت او د كاروبار بحالۍ لپاره د نړيوالې ورورولۍ مرستې ته اړتيا لري ۔ ده ووئيل كه نړيوالې ورورولۍ د افغانستان موجوده صورتحال پلو پام ونه كړو نو د افغانستان د غېر مستحكم كېدو خطره ده٬ د پاك-افغان پارلماني فرينډ شپ ګروپ د اېګزيکټو کمېټۍ كاركردګۍ پحقله ده ووئيل كمېټي په افغانستان كښې د رامخې ته چېلنجونو په موقعو بدلولو لپاره كار كوي۔ په دې موقع د آئي آر اېس ائي مشر سفير نديم رياض ووئيل د پاکستان پشمول ګاونډيان هېوادونه چېلنجونو سره مخ دي او په دې چېلنجونو د تحقيق او سمې لائحې د لارې قابو موندلې كېدې شي