کوئټه۔16فروری(اے پی پی) د بل??چستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا وئيلي دي چې دا خبره زمونږ ټولو لپاره ?? اعزاز ده چې د وزیراعظم عمران خان د ويژن لمخې روان ګرين پاكستان كمپائن او ماحول دوست هڅې په نړيواله كچه ستائلې شي۔ د قدرتی ماحول، ځنګلونو او د جنګلي حيات تحفظ له په ملي او نړيواله كچه فوري او كو??لې ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د ورلډ وائلډ لائف مشر ډائرېكټر رب نواز او د ريجنل هېډ طائر رشيد سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ګورنر سيد ظهور احمد ووئيل چې دا خبره په مونږ ټولو ښكاره شوې ده چې ګلوبل وارمنګ په حقيقت كښې د ګردې نړۍ انسانانو لپاره ګلوبل وراننګ دے۔ مرغۍ ٬ ځناور او اونې د فطرت حسن دے ځكه دا د هر يو شعور لرونكي فرض دې چې هغه د فطرت ښكلا او رنګيني په ځائې ساتلو له شعوري هڅې وكړي۔ د بل??چستان ګورنر زياته كړه چې ګرده صوبه كښې دې د كوم فرق نه غېر ځنګلونو او جنګلي حيات ته د زيان رسوؤنكو په ضد سخته كارروائي وكړې شي۔ دغسې په اولسي كچه دې د ځنګلونو او جنګلي حيات تحفظ له د هڅو كوؤنكو نجي ادارو او خذمات وړاندې كوؤنكو ډاډګيرنه وكړې شي۔ د بل??چستان ګورنر ووئيل په ماحولیاتي آلودګی قابو موندلو له به د اونو د اهميت او افاديت په اړه اولسي شعور او احساس بېدارول وي۔ د بل??چستان ګورنر سيد ظهور احمد آغا د جنګلي حيات په نړيواله اداره زور راوړو چې هغه دې د مارخور او آئبیکس په څير مرغو او په خاص توګه د ملي مرغۍ چوكور تحفظ له كوم ځائې مخصوص كړي