اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ترکيه د مذهبي چارو د پرېذيډنسي مشر پروفېسر ډاکټر علي ايرباس د ګل په ورځ ليدلې دي۔وزيراعظم په دې مهال په تركيه كښې د منظم ادارہ جاتي تعليمي نظام په څانګه كښې د ښه اقداماتو او معلوماتو شيئرنګ لپاره د دوه اړخيزه مرستې په حاجت زور رواړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم د پاكستان او تركيه ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وك??ه كوم چې ??ه مذهبي٬ كلتوري، لساني او تعليمي روابط، د اولسې رابطې او په شيريكو ګټو اډانه دي۔ وزيراعظم د منظم او ادارہ جاتي مذهبي تعليمي نظام د تركيه د ماډل ستائنه وك??ه او په دې څانګه كښې بهترين طريقې او د معلوماتو تبادلې لپاره په دوه اړخيزه مرسته ئې زور رواړو۔ ده ووئيل ډاکټر ايرباس دورې سره به د دواړو هېوادونو د مذهبي ادارو رابطو قوي كولو كښې مرسته وشي٬ وزيراعظم د جمو و کشمير په شخړه د تركيه لخوا د پاكستان ??ه مستقل ملاتړ د تركيه د حكومت او قيادت مننه وك??ه۔ ده د زياتېدونكې اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره په شريكو اقداماتو كښې پاکستان سره د تركيه د نزدې مرستې هم ستائنه وك??ه۔ په دې موقع پروفيسر ډاکټر ايرباس د مقبوضه جمو او کشمير ??ه مسئله د تركيه د اصولي موقف پخلې وك??و۔ ده د پاکستان لخوا د رحمة للعالمين اتھارټۍ جوړولو ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د تركيه د مرستې وړاندېز وك??و۔ ده وزيراعظم ته د تركيه قيادت لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو پاكستان سره ئې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو پاره د تركيه د خواهش پخلې وك??و