اسلام آباد02 فروري (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان او ??صر خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬په نړيوالو چارو پاكستان او ??صر يو ډول دريځ لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري ورثې ته وده وركولو ته اړتيا ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ پاكستان كښې د ??صر سفير ډاكټر طارق دروګ سره په خپلو خبرو كښې وك??ه۔په ملاقات كښې په ډرامه٬فلم٬سيمه ايز او نړيوال صورتحال پشمول په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقات كښې د پاكستان او ??صر فلمونو او ډرامو ترجمې لپاره د ډبنګ سنټر پرانستلو ته اتفاق راغلو او د افغانستان په صورتحال او د وزيراعظ?? عمران خان چين دورې په اړه هم خبرې وشوې۔وفاقي وزير ووئيل په نړيوالو چارو پاكستان او ??صر يو ډول دريځ لري۔افغانستان كښې لويه انساني الميه رامخې ته كېږي۔په دې صورتحال كښې د افغانستان اولس يوازې نه شو پرېښودلے۔ده ووئيل د افغانانو مرستې لپاره به نړۍ له راوړاندې كېدل وي٬په دې لړ كښې دې ??صر هم خپل كردار ترسره كړي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم به د چين دورې په مهال د افغانستان په مسئله هم خبرې كوي۔په دې موقع د ??صر سفير ووئيل ??صر د پاكستان سره اړيكو ته وده وركول غواړي۔۔