اسلام آباد۔2فروری (اے پی پی) د سپریم کورټ آ?? پاکستان تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال د چیف جسټس آ?? پاکستان په حېث سوګند پورته كړو۔ د شورؤ په ورځ په ايوان صدر كښې يوه پروقاره دستوره كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ل?? ده څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان په خصوصي توګه ګډون وكړو۔ په دستوره كښې په نورو ګډون كوؤنكو كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ دوهم سپيكر قاسم خان سوري ٬ وفاقي وزيران چوهدري فواد حسېن ٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د وفاقي وزير بېرسټر ډاكټر نسيم فروغ په شمول نور وفاقي وزيران ٬ دوهم وزيران ٬ پارليماني غړي٬ د وكلاﺀ تنظيمونو عهدېداران او سول او پوځي چارواكي شامل وو۔ په دې موقعه د جسټس عمر عطا بنديال د چيف جسټس آ?? پاكستان ??ه توګه د تعينات كېدو نوټيفكېشن واورولې شو۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی د سپریم کورټ تر ټولو مشر جج جسټس عمر عطا بندیال چیف جسټس آ?? پاکستان غوره كړو۔ د ده د تعيناتۍ نوټيفكېشن به د فرورۍ 2 مې نېټې نه نافذ العمل وي۔ ده نه وړاندې چیف جسټس آ?? پاکستان جسټس ګلزار حسېن تېره ورځ د فرورۍ په وړومبۍ نېټه د ملازمت مودې ??ه ترسره كېدو خپ?? منصب څخه اخوا شوے وو