پینډي 21جنوری(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر ج??رل قمر جاوېد باجوه د پښور كور هېډكوارټرز دوره كړې ۔په دې ??وق?? د پاك پوځ سرلښكر ته په موجوده امنيتي صورتحال٬ په نوو ضم شوو ضلعو كښې په پرمختيائي كارونو او په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې پاك پوځ سرلښكر د هېواد څخه ترهه ګرۍ تر خاتمې د دې لعنت په ضد جنګ لپاره د پاك پوځ د عزم پخلے وكړو ۔ د پاك پوځ سرلښكر نرانو قبائېلو٬پوځ٬اېف سي٬ليويز او خاصه دار ا?? پوليس افسرانو او ځوانانو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې د شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي او په پاكستان كښې به بشپړ امن بېرته راشي۔ده په نوو انضمام شوو ضلعو كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ پروژو بشپړېدو لپا??ه په سازګار ماحول وركولو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه كومې چې د سيمې پائيدار استحكام او پائيد??ر پرمختګ لپاره ضروري دي ۔د دې څخه وړاندې هېډكوارټرز ته په رسېدو د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرل فيض حميد د پاك پوځ سرلښكر هركلے وكړو۔