اسلام آباد 17جنوری(اے پی پی)خا??جه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي مونږ له به په خا??جه ډر د رامخې ته چېلنجونو په اړه په نړيواله توګه شوے تحقيق راوړاندې كول وي۔ده دا خبره د ګل په ورځ په خا??جه وزارت كښې د انسټي ټيوټ آف سټرټيجېك سټډيز اسلام آباد او انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز محقيقينو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې خا??جه سپېشل سېكرټري رضا بشير تارړ٬ډائرېكټر جنرل(آئي اېس اېس آئي)ايمبيسډر اعزاز چوهدري او د انسټي ټيوټ آف ريجنل سټډيز صدر٬ايمبيسډر نديم رياض او د خا??جه وزارت سينئر افسرانو ګډون كولو۔د غونډې په مهال په منطقه كښې د روابط ودې٬د كووېډ 19 نه پس په بدله شوې نړيوال منظر نامه او په سفارتي ډګر رامخې ته شوو ??ېلنجونو بحث وشو۔خا??جه وزير ووئيل نن په بدله شوې سيمه ايزه او نړيواله منظر نامه كښې خا??جه پالېسۍ په جديد خطوط اډانه كولو كښې د تهنك ټينكس كردار د اهميت وړ دے۔ده ووئيل مونږ له به په خا??جه محاذ د رامخې ته چېلنجونو په نړيواله توګه شوے تحقيق راوړاندې كول وي۔د افغانستان په اړه خا??جه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د افغانستان خراب معاشي صورتحال ترمخه د پاكستان لخوا د او آئي سي خا??جه وزيرانو كونسل غېر معمولي غونډې كوربتوب زمونږ مهمه سفارتي كاميابي ده۔