اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د قا??ي اسمبلۍ غړې او د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات ??ارليماني سېكرټرې كنول شوذب وئېلي دي حكومت د اولس خېرښېګړی لپاره ټول وسائل كاروي٬د هېواد په مع??شت كښې په رېكارډ كچه وده ليدلې شوې او حكومت د احساس پروګرام د لارې غريبو خلكو ته رېليف وركوي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې دې ووئيل د بيډ ګورننس٬كرپشن او سياسي انتقام تور دور ختم شوے ٬د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د تحريك انصاف حكومت د هېواد مع??شت ښه والي لپاره كوټلې اقدامات ??ورته كوي۔دې ووئيل پخوانې وزيراعظم ميا نواز شريف په طبي بنيادونو د علاج لپا??ه بهر هېواد ته تللے ؤ خو تر نن ورځې هغه د لندن په كوم هم روغتون كښې خپل علاج نه دے كړے٬عدالتونو هغ?? اشتهاري او مفرور ګرځولے ٬چې كله هم بېرته راشي هغه به په عدالتونو كښې د خپلو بدعنوانو مقدمو ته وړاندې كېږي