اسلام آباد 07 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د سياسي ابلاغ خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې د اربونو روپو مني لانډرنګ كوونكي خلقو ته قا??ون ښائي، ټول ټبر په لوټ كولو كښې په ضمانت دے او د دوي شوبازې په عروج دي. د شهباز شريف د بيان په غبرګون كښې ده ووئيل چې كله خو د خپل مني لانډرنګ تحقيقاتي رپورټ هم ولولئ، زامنو سره په ګډه د ملازمينو په نوم بلېك مني وائټ كول د وړوكي ميا مشغله پاتې شوې.نن په مېډيا د قا??ون سبق ښوونكي د قا??ون نه تښتېدلي دي. ده ووئيل چې د پاكستان قا??ون تر پښو لاندې كوونكې آل شريف مكافات عمل سره مخ دے. د سندي ??رو??جنو او جعلسازو د وزيراع??م چوكۍ ترلاسه كول خوب دے. ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې وړوكې ميا هره ورځ د وزيراعظم جوړېدو خوب ويني، جعلساز او مكار به كله هم په دې چوكۍ ??ه كښېني. وزيراعظم عمران خان سترې محكمې صادق او امين ګرځولے