اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير علي زېدي وئيلي دي پيپلز پارټي ته تر ټولو زيات زيان زرداريانو رسولے ٬ د هېواد قسمت بدلولو ادعا كوؤنكي دې اول خپل ??سمت بدل كړي۔ پاكستان تحريك انصاف هېواد څخه كرپشن ٬ ترهګري او ټګي ختمه كړې ?? اولس ته ئې يو مضبوط انتخابي نظام ډالۍ كړے او دې مضبوط انتخابي نظام بلاول او زرداري پرېشانه كړي ۔ د ګل په ورځ خپل ??و بيان كښې هغه ووئيل په سندھ كښې د واكمنې ډلې د لاسه نن د سندھ اولس زحمت س??ه مخ دے ٬ سندھ كښې له تېرو 30 كلونو څخه دا خلك په حك??مت كښې دي ٬ د دوئي په مشرۍ كښې په سندھ كښې كرپشن او اقرباﺀ پروري بام ته رسېدلې ۔ هغه ووئيل پيپلز پارټي اوس يوازې تر دنننه سندھ پاتې ??وې او د پیپلز پارټي قامي سياست نه ويستلو كښې تر ټولو ستر كردار د آصف علي زرداري دے۔ وفاقي وزير ووئيل په كومو ګوندونو كښې چې موروثي سياست دے هغوي سره د جمهوريت خبرې نه ښائي ?? اول دې جمهوريت د خپل ګوند دننه راولي بيا دې په هېواد كښې د دې خبرې وكړي۔