اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي ?? پاكستان او سعودي ??رب ترمينځه د ورورولۍ مضبوطې اړيكې قائم دي كومې چې په شريكه عقيده ٬كلتور٬روايات٬ احترام او په خيرسګالۍ اډانه دي۔ده ووئيل د پاكستان اولس او حكومت د خادمين حرمين شريفين او د سعودي مشرتابه سره د احترام او مينې رشته لري۔ده د دوه وروڼو هېوادونو ترمينځه د سماجي او اقتصادي څانګو مرسته لا زياتولو لپاره د دوه اړخيزه ورورولۍ اړيكو ته د لا استحكام وركولو له د خوښۍ څرګندونه وكړه۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان په دوره راغلې د سعودي ??رب شوری كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ په مشرۍ كښې د يو پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔سپيكر اسد قيصر ووئيل سعودي ??رب تل په منطقه كښې د امن لپاره مثبت كردار ادا كړے۔په افغانستان كښې د زيات شوي بشري بحران ذكر كولو سره سپيكر اسد قيصر ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ د سمدستي پام متقاضي دے۔د افغان اولس موجوده وضعې ذكر كولو سره سپيكر ووئيل هغوي د خوراك څښاك څيزونو٬داروګانو٬جامو او د ايندهن سخت كمي سره مخ دي۔ده ووئيل په دې لړ كښې د سعودي ??رب كردار د اهميت وړ دے۔ده ووئيل پاكستان يو پرامن او مستحكم او خپلواكه افغانستان له خوښي لري او د سعودي ملاتړ سره به افغانستان د دې بحران څخه ويستلو له مرسته ترلاسه شي۔ده په افغانستان كښې د زيات شوي بشري بحران مخ نيوي لپاره د سعودي ??رب متحرك كردار او تېره اونۍ اسلام آباد كښې د شوي اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه كښې د افغانستان د زړه د اخلا??ه د مرستې اعلان هم ستائېلے۔سپيكر ووئيل سعودي ??رب د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې د يو شراكت دار كردار ادا كړے او په هر سخت وخت كښې د پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاير دے۔ده د سعودي ??كومت لخوا د پاكستان لپاره اوسنے اقتصادي پېكج هم وستائېلو۔دغسې د سعودي ??ورېٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد الشېخ د شوری كونسل پلاوي په تود هركلي د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر مننه وكړه۔ده ووئيل پاكستان اسلامي نړۍ ته رامخې ته شوو مسئلو كښې تل د ټولو وړاندې او ذمه وار كردار ترسره كړے۔ده د پاكستان حكومت ته د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غېر معمولي غونډه كولو مباركي وركولو سره دا باور څرګند كړو چې په غونډه كښې شوې پريكړې به په افغانستان كښې په بشري بحران قابو موندلو له مهم پېشرفت ثابت شي۔ده د دې عزم هم پخلے وكړو چې سعودي ??رب به سيمه اي?? استحكام په خاص توګه د افغانستان غېر مستحكم صورتحال تر مخه د پاكستان د هڅو ملاتړ روان ساتي۔چيئرمېن ووئيل د دواړو هېوادونو پارليمانونو له په دې لړ كښې خپل كردار ادا كول پكار دي۔ده د او آئي سي د پارليماني يونين له مخې د افغانستان او كشمير په اړه د كنفرنس كولو تجويز هه وركړو او د سعودي ??رب په اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو كردار وستائېلو