اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان د نړيوالې ورورولۍ پا?? د افغانستان وضعې پلو راګراځولو لپاره پرله پسې هڅې ك??ي او د افغانستان نزدې ګاٶنډي هېواد په حېث د افغانانو وروروڼو په انساني بنياد مرستې لپاره بشپړه هڅې كاروي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښ?? د افغانستان لنډمهاله خارجه وزير امير خان متقي سره په مل??قات كښ?? وكړې۔ ده ووئيل د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل غېر معمولي غونډه د دغه هڅو يوه كړۍ ده٬ مونږ د دې غونډې د لارې نړيوالې ورورولۍ ته پېغام وركوٶ چې د تېرو تېروتنو نه زده كړه كولو سره په افغانستان كښ?? امن او استحكام لپاره راوړاندې شۍ۔ ده ووئيل په افغانستان كښ?? ټولشموله حكومت٬ بنيادي بشري حقونه او په خاص توګه د مېرمنو د حقونو پا??نه د افغان حكومت په مفادو كښ?? ده۔ ده ووئيل ما د كابل خپلې دورې په مهال د پا??ستان لخوا د خېرسګالۍ جذبې له مخې د 5 اربه روپو د مرستې اعلان كړې۔ ده ووئيل زه په دې وېنا كولو خوشحالي محسوسوم چې مونږ افغانستان لپاره خوراك او د داروګانو پشمول د 50 زره مېټرك ټنه غنمو په صورت كښ?? د انساني مرستې ك??لو انتظامات بشپړ كړې دي٬ زمونږ ډله به په افغانستان كښ?? د پا??ستان په مرسته د چلېدونكې روغتونونو دورې ك??لو لپاره ډېر زر كابل ته درشي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پا??ستان د راتلونكي كال په مارچ كښ?? د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل 48مې غونډې ك??ربتوب لپاره چمتو دے، پرله پسې د او آئي سي د دوه غونډو كوربتوب٬ اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره د پا??ستان د سنجيدګۍ څرګندونه ده ۔ خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښ?? 40 كاله پس د امن اميد د اهميت وړ دے دا موقع بايد ضائع نه كړې شي٬ د افغانستان معاشي تباهي به ټولو لپاره د يو ډول مضمراتو سبب وګرځي۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان رامخې ته شوې المناك معاشي صورتحال پلو د نړيوالې ورورولۍ پا?? ګرجولو بشپړه هڅې پكار روالي ٬ مونږ د كشمير مسئلې پحقله د او آئي سي د پرله پسې او غېر متزلزل مل??ټر مننه كوٶ۔ لنډمهاله افغان خارجه وزير امير خان متقي د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښ?? ګډون له په بللو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي مننه وكړه