اسلام آباد 05نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مينځني ختيځ ص??اح??ار او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې د معاشرتي اقدارو بحالۍ او انتهاخوښۍ خاتمې لپاره ??ه ټولو طبقو له خپل كردار ادا كول وي٬د رسول پاك صلی ??لله عليه وآله وسلم تعليمات ښكاره ??ي٬د ژبې او لاسونو څخه انسان ته زيان رسونكي د رسول پاك صلی ??لله عليه وآله وسلم د تعليماتو پيروكار نشي كې??ې٬د پاكستان علما كونسل مركزي مجلس شوریٰ و عامله غونډه به د نومبر په 7مه نېټه په لاهور كښې كېږي٬د موجوده حالاتو اصلاح لپاره ??ه محراب او منبر له فعاله كردار ادا كول وي۔ دا خبرې ده په لاهور كښې اجتماع ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې ځوان كول د سيرت طيبه څخه خبرول د محراب٬منبر٬ مسلم پوهانو او مفكرينو ذمه واري ده٬د اسلام نامه اخستلو سره ??شدد خپرونكي د اسلام استازي نه دي۔ اسلام د انسانانو د ځان٬مال٬عزت او آبرو محافظ دے٬نن په سوشل مېډيا كنځلې او د كردار كشۍ كمپائن چلېږي چې په چا غواړئ تور ولګوئ څوك د تپوس نشته۔ ده ووئيل چې د افغانستان صورتحال مونږ ته بلنه راكوي چې مونږ نړۍ خبره كړو چې كه په افغانستان كښې استحكام نه وي نو په منطقه كښې به هم امن راوستل مشكل شي٬ كه په افغانستان كښې داعش منظم او مضبوطېږي نو د دې اثر به په ټوله نړۍ راځي۔ ده ووئيل چې د تحريك لبيك او حكومت ترمينځه د لوظ نامې د تائيد مقصد امن ته لار وركول دي٬ د پوليس شهيدان او ژوبل ټول قام وياړ دي٬د پوليس شهيدانو او ژوبل شويو د پاكستان سلامتيا٬استحكام او امن لپاره ??پله وينه وركړې۔ د تصادم څخه مسئلې خرابېږي كه تحريك لبيك د امن لاره ??پله كړې وي نو هغوي ته موقع وركول پكار دي٬د آئين او قانون سرلوړۍ نه پرته يو عمل به نه قبلوو۔ بلخوا حافظ طاهر محمود اشرفي په پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالكي سره ملاقات كړے. ده د پاك سعودي عرب اړيكو او د سعودي عرب لخوا د پټرول او مالي مرستې مننه وكړه او په سعودي عرب كښې د پاكستانيانو په مسئلو او د پاك سعودي عرب د اړيكو په لا مضبوطيا او استحكام ئې ورسره ??برې وكړې