اسلام آباد 05نومبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي و??ير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې د پخواني دور بدتره پالېسو د هېواد معيشت تباه كړې٬نن قام د دې پالېسو نتيجو سره مخ دې٬په سندھ كښې د وړو او چينۍ بيعې لوړې دي٬په سندھ كښې شوګر ملونه آصف زرداري او په پنجاب كښې يې شريف كورنۍ چلوي٬په سندھ كښې د نومبر د وړومبۍ نېټې نه د ګني كرشنګ پېل كېدونكې و خو په دې كښې تاخير ك??ږي??حكومت د چينې بيعه 90 روپۍ يو كلو ټاكلې او د دې په ضد شوګر ملونه د امتناع حكم ترلاسه كړې٬حكومت سره 22 ورځو لپاره د چينې ذخيره موجود دي٬په پنجاب كښې به په 15 ورځو كښې كرشنګ پېل شي او صورتحال به ښه شي۔ده دا خبرې د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي و??ير سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وې??ا كولو په مهال وكړې۔د اطلاعاتو وفاقي و??ير ووئيل چې اولس د(ن)ليګ په خبرو كښې نه دې راتلونكې٬دوي چې نن مونږ ته كوم حل ښائي دا ستونزې خو هم د دوي په وجه دي۔ده ووئيل چې د دې خلكو په وجه د ډالرو بيعه لوړه شوه۔دوي پاكستان ډي انډسټرلائيز كړو٬د كال 2010م نه تر 2018م س??ت كالونه تېر شوي چې پكښې دوي د پاكستان قرض د 6 زره اربه روپو نه 23 زره ارب روپو ته رسولې۔ده ووئيل چې سږ كال مونږ ته 10 اربه ډالر قرض ستنول دي بل كال به مونږ ته 12 اربه ډالر قرض ستنول وي۔دې خلكو دومره قرض ترلاسه كړی چې د ستنولو يې سوچ هم نه دې كړی۔چوهدري فواد حسېن ووئيل چې بايد د سندھ حكومت خپل پوزېشن واضح كړي دوي اول د غنمو په جاري كولو كښې تاخير وكړو او اوس د چينې په كرشنګ كښې تاخير ك??ږي??د سندھ حكومت په وجه د سندھ اولس ستونزو ??ره مخ كېږي