اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي ??ې وزيراعظم عمران خان د هېواد د غريبانو ستونزو كمولو لپاره تاريخي رېليف پیكج اعلان كړې٬ په 120 ارب روپو مشتمل خصوصي پیكج پېل كولو مقصد د هېواد د غريب ??ولس ستونزې حل كول دي۔دې پېكج سره به د كروندګرو٬زده كونكو او مستحق كسانو په ژوند ښه اث??ات مرتب شي۔د شورو په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل حكومت كروندګرو له آسا??ې وركولو لپاره كسان كارډ معرفي كړی٬دې سره به كروندګرو ته تر پنځه لكه روپۍ د سود نه غېر قرضې ترلاسه شي۔ده ووئيل حكومت د تعليم څانګې ته هم خاص پام لرنه ك??ي٬??حساس تعليمي وظيفې پروګرام ترمخه 60 لكه مستحق زده كونكو له 30 اربه روپۍ پیكج هم اعلان كړی شوې۔وفاقي وزير ووئيل د دې پیكج ترمخه به غريبانو له د راروانو شپږو مياشتو په مهال په غوړو٬وړو او دالونو 30 فيصد?? سبسډي ترلاسه شي