بيجنګ 03 نومبر (ا?? پي پي) په پاكستان كښې په مېرمنو كښې د كېنسر تشخيص لپاره د مصنوعي ??هانت سېنټر جوړولو لپاره د چين او پاكستان ترمېنځه د تفاهم يادښت لاسليك شو. دا تفاهم تېره ورځ د چين او پاكستان د سفارتي اړيكو د 70مې سالګرې په خوشحالې كښې د ??ين د هوبي ولايت په پايه تخت ووهان كښې د ??ين پاكستان فرېنډشپ سكوائر د پرانستې په موقعې لاسليك شو. په تفاهم د ووهان د لېنډنګ انټيلي جنس كمپنې چيف اېګزېكټو آفيسر ډاكټر سون ژياورونګ او د پاكستان د لائف ري هيلتھ ټېكنالوجې چيف اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر وقاص احمد لاسليك وكړو. په دستوره كښې په ??ين كښې د پاكستان سفير معين الحق او نورو هم ګډون وكړو.