اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د پراخه قدرتي وسائلو څخه د استفادې كولو ضرورت دے٬د كارپورېټ فارمنګ ودې لپاره دې موثره اقدامات وكړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خبرپښتونخوا لپاره د كركيلې او پرمختيائي پ??وژ?? په خاص توګه د چشمه ر??ئټ بينك كينال(سي آر بي سي)په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال ك??ې۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خېبرپښتونخوا صوبائي وزيرانو تيمور سليم جهګړا٬محب الله٬د نېشنل هائي وے اتهارټي چيئرمېن خرم آغا٬د اېف بي آر چيئرمېن ډاكټر محمد اشفاق احمد او اړوندو افسرانو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل د چشمه ر??ئټ بينك كينال(سي آر بي سي)د لفټ كم ګريويټي پ??وژ?? به په جنوبي خېبرپښتونخوا كښې د ډېرې لوئې سيمې سماجي او معاشي پرمختګ لپاره رېښتينې ګيم چينجر پ??وژ?? ثابت شي٬د بشپړېدو نه پس به دا پ??وژ?? په خېبرپښتونخوا كښې نزدې 3 لكه ايكړه للمه زمكه د اوبه خور جوګه كړي۔ ده ووئېل دا به نه يوازې په منطقه كښې غذائي تحفظ باوري كړي بلكې په مينځني ختيز كښې به د زرعي پیداوار برآمد زياتولو سره هېواد لپاره د زرمبادله ترلاسه كولو ذريعه هم وګرځي۔ دغسې وزيراعظم اړوندو چارواكو ته س??ارشتنه وكړه چې په س??مه كښې د كارپورېټ فارمنګ ودې لپاره موثر اقدامات وكړئ ۔دې سره به نه يوازې د سيمې د كروندګرو آمدن زيات شي بلكې د لوږې او غربت په خاتمه٬ځايې آبادۍ لپاره ښه تعليم او د روغتيا بنيادي آسانيو سره به د نورو آسانيو باوري كولو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل مونږ ته د خپلو خلكو سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره د لويو قدرتي وسيلو څخه د استفادې كولو ضرورت دے