اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې د سېلګرۍ نړيواله ورځ لمانځلو مقصد د دې څانګې سماجي٬كلتوري او معاشي اهميت رامخې ته كول دي٬پاكستان سېلګرۍ لپاره محفوظ ځاې ??ے٬د سېلګرۍ څانګې ته وده وركولو سره د هېواد اقتصادي مسئلې حل كېدې شي۔ د سېلګرۍ نړيوالې ورځ لمانځلو په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل چې مونږ د خپل تېر پياوړي وخت او د سباؤن محافظ په حېث نړيوالې ورورولۍ سره د سېلګرۍ ورځ لمانځو٬لوے څ??تن پاكستان ته د سېلګرۍ په اعتبار سره قدرتي حسن وركړے۔ ده ووئيل چې لوے څ??تن د پاكستان څلورو صوبو پشمول ګلګت بلتستان او آزاد جمو كشمير ته زړه راښكونكي قدرتي مناظر وركړي۔ د سېلګرۍ څانګه وړوكي كاروبار او د هېواد اقتصادي پرمختګ كښې د زياتوالي بشپړه صلاحيت لري۔ سپيكر ووئيل چې پاكستان كښې د سېلګرۍ څانګه د پائيدار پرمختګ په اړه د اهميت وړ ګڼلې كېږي٬دا څانګه د هېواد زرمبادله د ګټې يوه لويه ذريعه ده٬په هېواد كښې د سېلګرۍ وده او پرمختګ لپاره د ??كو??ت هڅې د ستائنې وړ دي٬ دې څانګې ته پرمختګ وركولو سره هېواد نه غربت او بې روزګارۍ ختمېدې شي۔ ده ووئيل چې ??كو??ت به د سېلګرۍ څانګې پرمختګ او ځايي او نړيوالو سرمايه كارو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔سپيكر ووئيل چې ګلګت بلتستان له لوے څ??تن قدرتي حسن وركړے٬د ټولې نړۍ سېلګري دې د ګلګت بلتستان زړه راښكونكې ښكلا څخه خوند اخستلو لپاره د دې سيمې دوره وكړي