نيويارك/اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د پاكستانې مېډيا نمائندګان د تېرو پنځو ورځو په مهال د ملګرو ملتون?? د ??مومي اسمبلۍ د 76مې غونډې په موقع د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره د خپلو ملاقاتونو ا?? د ??برو اترو په باره كښې خبر كړل. د خارجه وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ??ه ن??ويارك كښې د پاكستانې مېډيا نمائندګانو سره خبرې وكړې چې پكښې خارجه وزير د ملګرو ملتون?? د ??مومي اسمبلۍ 76مې غونډې ت?? د وزيراعظم د وېډيوئي وېنا په اهميت هم رڼا واچوله او د هغه د وېنا بېلا بېل ??ړخ??نه ئې خبريالانو ته وړاندې كړل. خارجه وزير د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه هم ووئيل او په بېلا بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ئې د پاكستان نظر وړاندې كړو. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې منير اكرم او په امريكا كښې د پاكستان سفير اسد مجيد هم په دې موقع موجود وو.