اسلام آباد 10ستمبر (اے پي پي) د خزانې وزير شوكت ترين وئېلي دي د نجكارۍ عمل به په مناسب ډول په تندۍ سره بشپړولے شي دغسې چې د سركاري څانكې كاركردګي ښه كړې شي۔حكومت د اصلاحاتي تګلارې لپاره لوظې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د نجكارۍ لپاره د كابينې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر٬د نجكارۍ وزيرميا محمد سومرو٬وفاقي سېكترانو٬د اېس اي سي پي چيئرمېن او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو۔دغسې كمېټۍ د نجكار?? كمېشن بورډ له اړخه وړاندې كړی سمر?? من??ور كړه۔د س??وس?? انټرنېشنل هوټل د نجكارۍ نه پس 1.96 اربه روپۍ ترلاسه شوي٬د نجكار?? كمېشن بورډ سېكتر ګډون كوونكي د متعلقه ټائم لائن سره د ادارو نجكارۍ يا تنظيم نو لپاره د شوو اقداماتو په حقله د پېشرفت څخه هم خبر كړل